په هغو هېوادونو کې بايد د کوويډ-۱۹ سرچينې او ريښې پلټنه وشي. چې له وو هان ښار نه مخکې پکې د کرونا پيښې رامنځته شوې
CRI2021-08-06 16:24:28
شريکول:

د کوويډ-۱۹ د ريښې او سرچينې د لټونې په اړه د چين او روغتيا نړيوال سازمان د ګډې څيړنې کارپوهانو ډلې مشر ليانګ وان نيان د اګست په ۴مه نېټه د هانکانګ د نان هوا ځاو باو ورځپاڼې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې  داسې ښکاري، چې کوويډ-۱۹ مخکې د نړۍ په نورو ځايونو کې رامنځته شوی، نو د دې وبا د ريښې او سرچينې د لټونې راتلونکي کارونه په هغو هېوادونو کې هم تر سره شي، چې مخکې پکې د کرونا پيښې رامنځته شوي دي. دغه راز له کنګلي لارې د ويروس د خپرېدو چارو ته هم بايد پاملرنه وشي.

نان هوا ځاو باو ورځپاڼې وايي، چې د روغتيا نړيوال سازمان او چين په ګډ راپور کې دا تصديق شوې، چې د ارجنټاين، استراليا، برازيل، کاناډا، چيلي، فرانسې، روسيې او امريکا په شمول شلو هېوادونو له کرونا وبا مخکې په وو هان ښار کې د هوا نان په نامه د سمندري خوړو بازار ته د خيچالي خوراکي توکي ليږي وو.

د چين اړوندو ساينس پوهان په دې اند دي چې کوويډ-۱۹ ويروس په وو هان ښار کې له رامنځته کېدو مخکې په امريکا کې موجود و.  په ۲۰۱۹ کال کې په امريکا کې راپورونه ورکړل شول چې په دغه هېواد کې سل ګونه کسان د الکترونيکي سيګريټ له امله د سږو پر ناروغي اخته شوي چې نښې نښانې يې کرونا وبا ته ورته دي. چيني کارپوهان شک لري، چې دغه ناروغي په حقيقت کې د کرونا وبا وه. په هغه وخت کې د امريکا د ناروغۍ کنټرول مرکز په ډيټريک فورټ بيولوژيکي لابراتوار کې څيړنيز کارونه ناڅاپي پای ته ورسول.