له جوبايډن څخه د امريکايانو د ملاتړ انډول ۱۰ سلنه ټيټ شوی
CRI2021-08-06 11:11:10
شريکول:

د امريکا د هاريس سروې ارګان د اګست په ۲مه نېټه د يوې سروې پايله خپره کړه چې له مخې يې له جوبايډن څخه د امريکايانو د ملاتړ انډول ۵۲سلنې ته راټيټ شوی دی. دغه شمېر د تېر جون په پرتله ۱۰ سلنه ټېټوالی ښيي. 

ياده سروې د امريکا د هاوارد پوهنتون د سياسي څېړنو مرکز او د هاريس سروې ارګان لخوا په ګډه د تېر جولای له ۲۸مې نه تر ۲۹ مې نېټې پورې د ۱۷۸۸ تنو ثبت شوې او په دغې سروې کې يې د ۱۷۸۸ رايې ورکوونکو کسانو نظر اخيستی دی. 

( سپوږمۍ)