۲۳ هېوادونو د کرونا ضد واکسین د همکارۍ نړیوال فورم په لومړۍ غونډه کې ګډه اعلاميه خپره کړه
cri2021-08-06 16:29:40
شريکول:

ارجنټاين،برازيل، چيلي، چين، کلمبيا، دومينيکا، اکوادور، مصر، هنګري، اندونيزيا، کينيا، ماليزيا، مکسیکو، مراکش، پاکستان، فليپين، سربيا، جنوبي افريقا، سريلانکا، تايلنډ، ترکيې،  عربي متحده امارات او ازبکستان د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځمه نېټه د کرونا ضد واکسين د همکارۍ نړيوال فورم د لومړۍ غونډې پرمهال يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

په دغه اعلامیه کې ويل شوي، چې کرونا وبا د نړۍ پر وړاندې ګډه ننګونه ده او بېلابېل هېوادونه دې د انسانانو د  روغتيا ټولنې پر مفکورې ټينګار وکړي،  د خلکو ژوند ته دې لومړيتوب ورکړي او په يووالي سره د کرونا وبا پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي. په دغه اعلاميه کې له بېلابېلو خواوو څخه غوښتنه شوې، چې تر وسې پورې دې له مخ پر ودې هېوادونو سره، په تېره بيا له ډېر وروسته پاتې هېوادونو سره د واکسين مرسته وکړي. 

په دغه اعلاميه کې د کرونا ضد واکسین د جوړولو او برابرولو لپاره د څو اړخيزم پر اهميت هم ټينګار شوی او له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه شوې،  چې د واکسين په برخه کې دې د نړیوالې همکارۍ ميکانيزم او همغږي پياوړې کړي او د واکسين له نېشناليزم څخه دې لاس واخلي.