وانګ يي د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د چين دريځ او اصول بيان کړل
CRI2021-08-06 10:27:15
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اګست د ۴مې نېټې په شپه د ختيځې اسيا د ۱۱مې دورې سرمشريزې غونډې د خارجه وزيرانو په غونډه کې د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د چين اصول او دريځ بيان کړل او پر مختلفو خواوو يې غږ وکړ چې د جنوبي سمندرګي په مسئله کې دې واقعيتونو، قوانينو، شويو موافقو او سيمه ييزو هېوادونو ته درناوی وکړي او نور بهرني ځواکونه دې په دغه مسئله کې لاسوهنه نه کوي. 

هغه وويل چې چين د نړيوالو قوانينو له مخې پر نانشا ټاپوګانو حاکميت او اړوند سمندري حقونه لري. د چين کړنې د م م له سمندري قانون سره سمون هم خوري. چين هېڅکله د دې مسئلې په اړه خپل دريځ نه دی بدل کړی او نوی ادعا يې هم نه ده وړاندې کړې. 

( سپوږمۍ)