د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران منتخب ولسمشر ابراهيم رئيسي د اګست په ۵مه نېټه د دغه هېواد په پارلمان کې لوړه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د ده په مشرۍ نوی حکومت به د دې هېواد د اقتصادي ستونزو په ليرې کولو سره د خلکو په ژوند کې ښه والی راولي.
رئيسي د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه، چې د ايران ذروي پلان د سولې په پار جوړ شوی او د ذروي وسلو توليدول پکې منع ياد شوي، خو فشار اچول او بنديز لګونه د ايرانيانو د پرمختيايي حقونو په شمول د قانوني حقونو مخنيوی نشي کولای.