د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۵مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د اګست د ۵مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۵۸۶۳۰ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۲۰۰۱۷۴۸۸۳ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۱۰۲۱۵ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۲۵۵۸۹۳ ته رسېدلی دی.
( سپوږمۍ)