امريکا : هيله لرو چې د ايران نوی حکومت د ذروي مسئلې په خبرو اترو کې ډېر ژر بيا ګډون وکړي
cri2021-08-06 11:22:32
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيد پرايس د اګست په ۵مه نېټه وويل، امريکا هيله لري چې د ايران نوی حکومت د ذروي مسئلې په خبرو اترو کې ډېر ژر بيا ګډون وکړي.

نوموړي په همدې ورځ په خبري ناسته کې وويل، امريکا غواړي، چې د ايران نوی ولسمشر ابراهيم رئيسي ته دا پيغام ورکړي، چې امريکا به د ځان او خپلو ملګرو هېوادونو امنيت او ګټې وساتي او د ايران لخوا د ذروي وسلو د تر لاسه کولو هوډ پر وړاندې به هر اړخيز اقدامات ونيسي او دغه هېوا به پرېږدي، چې اټومي وسلې تر لاسه کړي. (شکريه)