امريکايي سياستوال د هانکانګ له چا سره ولاړ دي؟
CRI2021-08-07 12:12:44
شريکول:

دا د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن لومړی ځل نه دی چې وايي: ((هغه له هانکانګيانو سره يو ځای ولاړ دی.)) نوموړي پر ځايي وخت د اګست پر پنځمه په ټولنيزه شبکه کې وويل، چې د امريکا د ولسمشر د اړوند حکم له مخې به په دغه هېواد کې هغو کسانو ته پناه ورکړي چې ((هانکانګ ته د بېرته ستنېدو په اړه وېره لري.))

د چين حکومت د بيان له مخې، د هانکانګ د ملي امنيت قانون له وطن څخه د بېلتون غوښتنې، د ملي قدرت د ورانګاري، ترهګريزو کړنو، د ملي امنيت د زيانمنولو په پار له بهرنيو هېوادونو او کړيو سره لاس يو کولو په شمو ل د څلورو ډولو جنايتونو پر ضد جوړ شوی. له يادو معلوماتو څخه معلوميږي، هغه کسان چې ((هانکانګ ته د بېرته ستنېدو په اړه وېره لري))، په رښتيا هغه کسان دي چې له قانوني او عادلانه سزا څخه ويريږي. د امريکا د ځينو سياستوالو په خوله کې تش په نوم پناه ورکول په حقيقت کې د هغو مجرمينو لپاره پناه ورکول دي چې د هانکانګ پر سمسورتيا او ثبات زيانونه کړي دي.

د هانکانګ عمومي وضعيت اوس آرام دی. زياتره ښاريان له دې سره موافقه لري، چې د هانکانګ د ملي امنيت قانون د هانکانګ او هانکاګيانو د ګټو په ساتلو کې مرکزي رول لوبولی او په هانکانګ کې د ځايي ښاريانو او بهرنيانو حقه حقونه او ازادي تامين کړي دي. د جون مياشتې د يوې سروې له مخې، ۷۵ اعشاريه ۷ سلنه هانکانګيان د نوموړي قانون د اغېزو په اړه رضايت څرګنده کړې ده.