د چين د دفاع وزارت: د هېواد د ملي حاکميت او د خاورو د پشپړتيا د ساتلو لپاره به ټول ضروري اقدامات وکړي
CRI2021-08-07 15:01:03
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې تايوان ته د وسلو پلورلو اجازه ورکړه. د چين د دفاع وزارت وياند وو جيان د اګست پر ۶مه نېټه وويل، چې د امريکا دغه کړنه د چين د ملي حاکميت او امنيت ګټو ته زيانمنه ده، چين د دغې کړنې په اړه ډېر ناخوښ دی او ورسره ټينګ مخالفت کوي. د چين ملي پوځ به د هېواد د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو لپاره ټول ضروري اقدامات وکړي.

وو جيان وويل، چې د تايوان چارې د چين له مرکزي کټو سره اړه لري. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د خپلو ژمنو مراعات دې وکړي، د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اطلاعيو مراعات دې وکړي، د تايوان چارو ته دې جدي او محتاط سلوک غوره کړي، تايوان ته د وسلو له پلورلو څخه دې لاس واخلي او له تايوان سره دې خپل نظامي ارتباط پرې کړي.