د پيرو ولسمشر د کرونا ضد چيني واکسين لګولی
CRI2021-08-07 14:57:24
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پيرو ولسمشر پيدرو کاسټيلو (Pedro Castillo) د اګست پر ۶مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه ليما کې د چین د سينوفارم کمپنۍ د کرونا ضد واکسين لګولی.

کاسټيلو تر دې وروسته ځايي خبري رسنيو ته وويل، چې هغه د چين له خوا جوړ شوی واکسين غوره کړی، ځکه هغه د چيني واکسين په اړه پوره باور لري. هغه زياته کړه، چې د دغه هېواد حکومت د کرونا ضد واکسين تطبيق اوسنی مهم کار بولي او خلک بايد د خپلې روغتيا لپاره ژر تر ژره واکسين تزريق کړي.

د پيرو د روغتيا وزير په همدې ورځ له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، چې د چين د سينوفارم کمپنۍ د کرونا ضد واکسين د اغېزو او خونديتوب په برخو کې د اعتبار وړ دی، په تيره بيا د کرونا د سختو نښو د مخنيوي او د مړينې انډول د ټيټوالي په برخو کې ډېر اغېزمن دی.