وانګ يي: د آسيان سازمان غړي بايد د سيمه ييزو تودو ننګونو د مخنيوي لپاره سوله ييزي هڅې پياوړې کړي
CRI2021-08-07 13:08:28
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست د ۶مې نېټې په شپه په ويډيويي ډول د آسيان سيمه ييز فورم (ARF) د بهرنيو چارو وزيرانو په ۲۸مه غونډه کې ګډون درلود. نوموړي په دغه غونډه کې وويل، چې د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو په موخه دې په حقيقي ډول څواړخيزم تطبيق شي او بېلا بېلې خواوې بايد د دې سيمې پر وړاندې د پنځو امنيتي ننګونو د ليرې کولو لپاره يووالی او همکاري پياوړې کړي.

لومړی، بېلا بېلې خواوې بايد له کرونا وبا سره ګډه مقابله وکړي او بايد د کرونا  ضد واکسين نړيوالو همکاريو ته لومړيتوب ورکړي، څو د دې سيمې د خلکو د ژوند او روغتيا خونديتوب وساتل شي. د کرونا وبا پر ضد د مبارزې تر څنګ دې له سياسي وبا سره مقابله وشي. د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو کارونه دې په هغو هېوادونو او سيمو کې تر سره شي، کوم چې تر نورو هېوادونو او سيمو مخکې يې د کرونا پېښې ثبتې کړې دي. علمي کارونه دې نه سياسي کېږي، د ويروس له امله دې کوم هېواد او سيمې ته بدنامی پاتی نه شي او د ويروس د سرچينې د پيدا کولو کارونه دې سياسي وسيله نه ګرځي.

دوهم، بېلا بېلې خواوې بايد د غيردوديزو امنيتي ننګونو د ليرې کولو لپاره څواړخيزې همکارۍ پياوړې کړي. بېلا بېلې خواوې بايد د دې سيمې پر واندې د اقليمي بدلون، ترهګرۍ، نړيوالو جرمونو او انټرنيټي امنيت په شمول د ستونزو د ليرې کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. په نژديو مودو کې، دغه سيمه د افغانستان د حالاتو د سختېدو له امله د ترهګرۍ له لا سختو ګواښونو سره مخامخ ده، نو بېلا بېلې خواوې بايد دې ته ډېره پاملرنه وکړي او بايد د دغو ګواښونو په مقابل کې اغيزمن تدبيرونه ونيسي.

درېيم، د جيوپوليتيکو مقابلو د مخنيوي لپاره دې د آسيان سازمان مرکزي مقام وساتل شي. بېلا بېلې خواوې بايد د دغه سازمان په مرکزيتوب سره د سيمه ييزو همکاريو جوړښت ته ارزښت ورکړي او بايد له دې څخه د مخه نيولو لپاره محفظ او بېدار واوسي چې له دې سيمې پرته نور لوی هېوادونه به نوې سيمه ييزې ستراتيژۍ پلې کړي او د نظامي ګواښ له لارې به د مختلفو ډلو ترمنځ شخړې پياوړې کړي. بېلا بېلې خواوې بايد په سمه او سالمه لاره کې د سيمه ييزو همکاريو د پرمختګ، د بېلا بېلو خواوو د غوښتنو د پوره کولو او د ګډو ګټو او امنيت د ساتلو لپاره ګډ زيارونه وباسي.

څلورم، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس نه وهلو پر اصولو دې ټينګار وشي او له باداري سياسي ننګونو سره دې ګډه مقابله وشي. د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس نه وهلو اصل د ملګرو ملتونو د منشور يوه مهمه ماده او د نړيوالو اړيکو د اصولو اساسي ماده هم ده. دغه اصل د څواړخيزم د پلي کولو او د پرمختيايي هېوادونو د حاکميت د خپلواکۍ او حقه حقوقو د ساتلو بنسټ دی. په اوسنۍ زمانه کې، د بېلا بېلو هېوادونو برخليک بايد په خپلو لاسونو کې ونيول شي او د دې سيمې راتلونکی دې د مختلفو هېوادونو له خوا په ګډه پرانيستل شي.

پنځم، د سوله ييزو خبرو اترو له لارې دې د دې سيمې تودې مسئلې حل شي. چين به په مداومه توګه له دې څخه ملاتړ وکړي، چې د کوريا ټاپووزمۍ څخه د ذروي وسلو د پاکولو او په دغې ټاپووزمۍ کې د سوله ييز مکانيزم د ابادولو لپاره د دوو مدارونو پر لايحې او مرحلې ټينګار وشي، څو په سياسي ډول د کوريا ټاپووزمۍ مسئله حل شي. چين د آسيان په چوکاټ کې د ميانمر مسئلې له حلولو څخه ملاتړ کوي. نړيواله ټولنه بايد د ميانمر د حاکميت او د خلکو د انتخاب درناوی وکړي او بايد د توپيرونو د له منځه وړلو لپاره کوښښ وکړي. چين به په جنوبي سمندرګي کې د بېلا بېلو خواوو د عملي اعلاميې پر بنسټ د ملګرو ملتونو د سمندري قانون د تعهدنامې په شمول د نړيوالو قوانينو سره سم د آسيان له غړيو هېوادونو سره يو ځای په جنوبي سمندر کې د عملي اصل د ټاکلو لپاره کوښښ وکړي، څو جنوبي سمندر سوله ييز او همکاريز سمندر وګرځي.

د آسيان غړيو هېوادونو په دغه غونډه کې په جلا جلا توګه څرګنده کړې، چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس نه وهلو اصل دې پلی شي، بشري حق دې سياسي وسيله نه ګرځي. د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو کارونه دې په علمي توګه تر سره شي او نه دي سياسي کېږي. ګډون کوونکو وزيرانو په دغه غونډه کې د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات د ساتلو غوښتنه وکړه او باور يې څرګند کړ، چې د دې سيمې هېوادونه د خبرو اترو له لارې د دغې مسئلې د ښه حلولو توان لري. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې جيوپوليتيکه مقابله دې تر سره نه شي او دغه سيمه دې د لويو هېوادونو جنګي سنګر و نه ګرځي.