د منځنې آسيا د پنځو هېوادونو د مشرانو کتنه په ترکمنستان کې وشوه
CRI2021-08-07 14:58:55
شريکول:

سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغېزستان ولسمشرانو د اګست پر ۶مه نېټه د ترکمانستان په ترکمانبسي ښار کې کتنه وکړه او د ښه ګاونډيتوب او د سيمه ييزې همکارۍ د بهير په اړه يې بحثونه وکړل.

د قزاقستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پر ويبپاڼې د خپور شوي خبر له مخې، ګډونوالو مشرانو د سيمه ييز امنيت د ساتنې، د سيمه ييز اقتصاد د پرمختګ، د سوداګريز تګ راتګ د هڅونې، د کلتوري تبادلې د پياوړتيا او د چاپيريال ساتنې د همکارۍ د زياتوالي په برخو کې هوکړې وکړې.

له يادې کتنې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره شوه چې له مخې يې، د نوموړو پنځو هېوادونو په اند د افغانستان حالاتو ژر آرامي د سيمه ييز امنيت او ثبات د خونديتوب مهم عامل دی. دغه پنځه هېوادونه د افغانستان د سولې، ثبات او ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره د اړوندو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له ټولو کوښښونو څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې د سولې د رامنځته کولو په چارو کې تر خپلې وسې پورې له افغانستان سره مرستې وکړي.

بر سيره پر دې، د پنځو هېوادونو مشرانو څرګنده کړه چې په راتلونکې کتنه کې به ((د ۲۱مې پېړۍ د منځې آسيا د پرمختګ او ښه ګاونډيتوب همکاريز تړون)) لاسليک کړي.