افغان طالبانو اعلان وکړ چې د نيمروز ولايت مرکز زرنج ښار يې نيولی دی
CRI2021-08-07 14:59:35
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګست پر ۶مه نېټه په ټولنيزه شبکه کې اعلان وکړ، چې طالبانو په همدې ورځ د دغه هېواد د نيمروز ولايت مرکز رزنج ښار نيولی دی.

د مۍ پر لومړۍ نيټه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو راهيسې زرنج د افغان طالبانو له خوا نيول شوی لومړی مرکز ښار دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند روح الله احمدزی په همدې ورځ وويل، چې حکومتي پوځ به ژر ځوابي بريدونه پيل کړي او له زرنج څخه به وسلوال وشړي.