د جولای پر ۲۰مه، د اولمپیک نړیوالې کمیټې ۱۳۸مې عمومي غونډې رایه ورکړه او موافقه یې وکړه چې د اولمپیک له شعار " لا چټکتيا، لا لوړتيا او لاغښتليتوب" سره " یووالی" هم اضافه کړي. په ۱۸۹۴ کال د عصري اولمپیک پلار لي بارون پيري دي کوبيرتين له خوا د اولمپیک شعار وټاکل شو او دا لومړی ځل دی چي دغه شعار بیا تازه شوی. اوس د " یووالي" زړه راښکونکی انځورونه هره ورځ د توکیو اولمپیک په ميدان کې نندارې ته ایښودل کېږي.