( د اګست په ۶مه نېټه، د امريکا په فلوريډا ايالت کې)
د امريکا سي اېن اېن پر ځايی وخت د اګست پر ۷مه خبر ورکړ، چې د کرونا د دلټا ويروس له امله په دغه هېواد کې د کرونا وبا وضعيت بيا سخت شوی دی.
د اګست تر ۶مې نېټې پورې د جانس هاپکينس پوهنتون د شمېرنې له مخې، په تېرو اوو ورځو کې په امريکا کې پر کرونا وبا د اخته شويو کسانو د ورځني زياتوالي منځنی شمېر تر ۱۰۷ زره او ۱۴۰ تنو زيات دی. دا د روان کال له فبرورۍ راهيسې لومړی ځل دی، چې په اوو ورځو کې د کرونا ناروغانو د ورځني زياتوالي شمېر له سل زرو څخه زيات دی. سره له دې چې مليونونه ماشومان بېرته ښوونځيو ته تللي، په فلوريډا ايالت کې پر کرونا د اخته شويو ماشومانو شمېر د زياتوالي په حال کې دی.