د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ ښه روان دی
CRI2021-08-08 12:19:17
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اګست پر ۷مه تازه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې، د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۱ زره او ۳۴۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه د وارداتو ارزښت ۱۱ زره او ۶۶۰ ميليارډه يوانه او د صادراتو ارزښت ۹ زره او ۶۸۰ ميليارډه يوانه دی، چې د زياتوالي انډول يې په جلا جلا توګه ۲۴ اعشاريه ۵ سلنه او ۲۴ اعشاريه ۴ سلنه دی.

د نوموړې ادارې د شمېرنې تحليل څانګې مشر لي کوی ون وويل، چې په تېر جولای کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ ښه وضعيت او تمايل  ساتل شوی او په تېرو مسلسلو ۱۴ مياشتو کې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت زياتوالی ښودلی دی. په تېر جولای کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳ زره او ۲۷۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۵ سلنه او د ۲۰۱۹م کال د همدې مياشتې په پرتله ۱۸ اعشاريه ۸ سلنه زيات شوی دی.