د چين د بهرنيو چارو وزارت خبريالانو ته د ختيځې اسيا د همکارۍ په باره کې د خارجه وزيرانو د غونډو په اړه معلومات ورکړل
CRI2021-08-08 12:15:14
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست پر ۷مه خبريالانو ته د ختيځې اسيا د همکارۍ په باره کې د خارجه وزيرانو د غونډو په اړه معلومات ورکړل.

هوا چون ينګ وويل، اوس په نړۍ کې د کرونا وبا وضعيت د بيا سختېدو په حال کې دی، د غونډو ګډونوال خارجه وزيران له دغې وبا سره په مبارزه کې د يووالي په اړه د نظريو يووالي ته رسيدلي دي.

دې زیاته کړه، چې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دغو غونډو کې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا خپاره شوي مهم تدبيرونه اعلان کړل، د چين د حکومت مثبته رويه يې څرګنده کړه او و يې ويل، چې دغه هېواد به د واکسين په اړه د رئيس شي ژمنې پلې کړي او هيله لري، چې د دې سيمې له هېوادونو سره ولاړ وي، د واکسين په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو د اړتياوو د پوره کولو لپاره تر خپلې وسې پورې هڅې وکړي، په دغه سيمه کې د واکسين د توليد او وېش مرکزونو له جوړونې څخه ملاتړ وکړي او له نورو هېوادونو سره يو ځای د دې سيمې د خلکو د روغتيا د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.

هوا چون ينګ وويل، زياتو هېوادونو د چين دريځ ته مثبت ځواب ورکړی او دې ته يې اشاره کړې، چې د کرونا ويروس د سرچينې د لټون کار جدي علمي مسئله ده او په دغه مسئله کې دې د ساينس پر روحيې ټينګار وشي او له سياسي لاسوهنو سره دې مخالفت وشي.