ګڼو نړيوالو خبري رسنيو په امريکا کې د کرونا ويروس د سرچينې د پلټنو غوښتنه کوي
CRI2021-08-08 14:47:54
شريکول:

د امريکا د ختيځې حوزې پر وخت د اګست د۸مې نېټې د سهار تر ۵ بجو او ۲۰ دقيقو، د امريکا د جانس هوپکينس پوهنتون د شمېرنې له مخې، په دغه هېواد کې د کرونا ثبت شويو پېښو شمېر له ۳۵ ميليونه او ۷۳۰ زره کسانو څخه اوښتی او د کرونا وبا له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۶۱۶ زرو تنو څخه اوښتی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ۱۸۹۴۵۴ پېښې تازه ثبتې شوې او ۸۹۴ تنه مړه شول. ويل کېږي، چې په امريکا کې د کرونا وبا د نورو هېوادونو په پرتله لا هم سخته ده. د امريکا حکومت په خپل هېواد کې د کرونا وبا د وقايي او کنترول لپاره ښه کار نه کوي، خو د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د چين د بدنامولو په هڅه کې دی.

رښتيا دا ده، چې له اوږدې مودې راهيسې د امريکا په اړوندو ازموينځايونو کې د کرونا ويروس د ترکيبولو او ترميمولو په باب خطرناکې ازموينې تر سره شوې دي. د امريکا د شمالي کارولينا پوهنتون د چورچهيل فرعي څانګې پروفيسر رالف باريک د کرونا ويروس د څېړنې په برخه کې لوړ نفوذ لري. نوموړي په ۲۰۰۸م کال کې د امريکا د علمي اکاډمۍ په مجله کې د يوه تېزس په خپرولو سره د SARS په شان د يو ډول کرونا ويروس د ډيزاينولو، ترکيبولو او فعالولو طريقه ياده کړه او په دغه تېزس کې يې ليکلي، چې دغه مصنوعي ويروس نه يوازې د مږکانو د ناروغۍ سبب ګرځېدلی شي، بلکې د  انسانانو پپوسونو ته زيان هم رسولی شي. د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې پروفيسر رالف باريک او د فورټ ډيټريک ازموينځای ځېني کارکوونکي په ګډه د يادې ازموينې د امتيازي حق غوښتونکو په نوملېست کې شامل شوي دي. بر سېره پردې، پروفيسر رالف باريک په ۲۰۰۶م کال کې په يوه ليکنه کې ليکلي، چې د جين (gene) ترميمولو او د بيولوژيو د ترکيبولو ټکنالوجۍ د بيولوژيکو وسلو په جوړولو کې کارول کېږي. دغه راز، د پروفيسر رالف باريک د بيولوژيکي ازموينځای د امنيت حالت هم د اندېښنې وړ دی. د امريکا د پروپوبليکا ويبپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۰م کال د جون تر لومړۍ نېټې پورې، د شمالي کارولينا پوهنتون د چورچهيل فرعي څانګې د امريکا د روغتيا اکاډمۍ ته د ترانسجين (transgene) بيولوژيک امنيت ۲۸ پېښې ثبتې او وړاندې کړې دي، چې په دې جمله کې ۶ پېښې له کرونا ويروس  سره نژدې اړيکه  لري.

په عين وخت کې، د ګڼو هېوادونو خبري رسنيو د امريکا پر بيولوژيکو ازموينځايونو شکونه څرګند کړي دي. ځکه چې امريکا له ازموينځايونو څخه د کرونا ويروس د خپرېدو په اړه د نظرونو د پورته کولو په وخت کې د فورټ ډيټريک بيولوژيک ازموينځای بند کړ. دغه راز، په ۲۰۱۹م کال کې په امريکا کې د کرونا شکمنې پېښې رامنځته شوې، خو امريکا د دې په باره کې هيڅ تشريحات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې، د کوريا جمهوريت تايمز ورځپاڼې او د جاپان ټوډی ورځپاڼې په جلا جلا توګه د مقالو په خپرولو سره پر امريکا نيوکې وکړې، چې دغه هېواد د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو کار ته سياسي رنګ ورکوي. په دغو مقالو کې ليکل شوي، چې امکان شته د ۲۰۱۹م کال په ډسمبر کې کرونا وبا په امريکا کې خپره شوې ده. که په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو کارونه پيل شي، لومړۍ موخه دې امريکا وي، چين دې نه وي.

د روسيې د ختيځو رسنيو ويبپاڼې عمومي مدير انډري کاراچينسکي څو ورځې وړاندې وويل، چې موږ په دې نه پوهېږو، چې ولې کوم هېواد د کرونا وبا د سختېدو په حال کې پر بل هېواد باندې تور لګوي. امريکا د سياسي موخې په پار پر چين باندې تور لګوي او غواړي له دې لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. د چين حکومت د کرونا وبا د کنترول په برخه کې ډېر شفافيت څرګند کړی دی او کوي يې. خو ګڼ هېوادونه، په تېره بيا امريکا په خپلو ازموينځايونو کې رامنځته شوې پېښې نه په ډاګه کوي.

ګڼو نړيوالو خبري رسنيو او شخصيتونو دې ته اشاره کړې، چې د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو نړيوال کارونه دې لومړی په امريکا کې پيل شي. امريکا بايد د نړيوالو علمي پلټنو لپاره د فورټ ډيټريک ازموينځای په شمول د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې ازموينځايونه خلاص کړي او په خپل هېواد کې د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو لپاره د روغتيا نړيوال سازمان او نورو نړيوالو سازمانونو کارپوهانو ته بلنې ورکړي.

د کرونا وبا پر وړاندې به هېڅ هيواد خوندي نه وي. نړيوالې همکارۍ او يووالی د دغې وبا پرضد مبارزه کې د برياليتوب او د بشريت د روغتيا د ساتنې يوازېنۍ سمه لار ده.