د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګست پر ۷مه په ټولنيزه شبکه کې اعلان وکړ، چې دغې ډلې په همدې ورځ د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار نيولی دی.
شبرغان له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو راهيسې د دغه هېواد د دوهم ولايت مرکز ښار دی، چې د طالبانو له خوا نيول شوی دی. افغان طالبانو د اګست پر ۶مه د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار کنترول اعلان کړ.