د کرونا ضد چيني واکسين زامبيا ته ورسيد
CRI2021-08-08 12:24:19
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کرونا ضد چيني واکسين د اګست پر ۷مه زامبيا ته ورسېد. په زامبيا کې د چين لوی سفير لي جيې، د زامبيا د روغتيا وزارت دايمي سکرتر کينيدي ملاما او په زامبيا کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي کومبا ګاديو د واکسين د سپارلو په مراسمو کې ګډون درلود.

سفير لي جيې په خپله وينا کې وويل، له زامبيا سره د کرونا ضد چيني واکسين مرسته د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو هراړخيزه دوستي او د کرونا وبا ضد ګډه مبارزه څرګنده کړې ده.

ملاما د چين د حکومت مننه وکړه او و يې ويل، اوس زامبيا د نړيوالې ټولنې مرستندويه واکسين ته بېړنۍ اړتيا لري او د چين مرستندويه واکسين به پر زامبيا باندې د کرونا وبا ضد واکسين د کمبود فشار ډېر سپک کړي. هغه زياته کړه، چې چين د دغه هېواد مهم ملګری دی او په مختلفو برخو کې يې له دغه هېواد سره مرستې کړي دي.