د چين د بدنامولو لپاره د امريکا د خبري رسنيو، سياستوالو او استخباراتي ارګانونو بې نبسټه او بې شرمه درواغ
CRI2021-08-08 12:29:03
شريکول:

د امريکا ولسمشر په مۍ مياشت کې د دغه هېواد استخباراتي ارګانونو ته د کرونا ويروس د سرچينې د لټون حکم ورکړی چې له مخې يې، د اړوندې پلټنې د راپور وړاندې کولو ټاکلي وخت ته نيمه مياشت پاتې ده. د دغه وخت په درشل کې د دغه هېواد خبري رسنۍ، سياستوال او استخباراتي ارګانونه د دغه راپور لپاره د درواغو په جوړولو بوخت دي.

د امريکا سي اېن اېن پر ځايي وخت د اګست پر ۵مه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد استخباراتي ارګان په پلټنو کې د جين (gene) معلوماتي زېرمه پيدا کړې، چې پکې د ويروس له وو هان انسټېټيوټ څخه تر لاسه شوي جين معلومات شامل دي. د دغه استخباراتي ارګان په قول، دغه جين معلومات به د کرونا ويروس د سرچينې د پيدا کولو کيلي وګرځي. خو په دغه خبر کې دا منل شوې، نه معلوميږي چې امريکايي استخباراتي ارګان څنګه دغه معلومات تر لاسه کړي دي.

له حقيقتونو او شواهدو پرته د درواغو جوړونه د ځينې امريکايي خبري رسنيو عنعنوي چال دی.

د بېلګې په توګه، والسټريټ ورځپاڼې په مۍ مياشت کې د يوې بې بنسټه ليکنې په خپرولو سره کيسه جوړه کړه، چې وايي، د ۲۰۱۹م کال په نومبر کې په وو هان څېړنيز انسټېټيوټ کې ۳ چيني کارکوونکي پر کرونا اخته شوي وو. د نوموړې ورځپاڼې په شمول  لویدیځو خبري رسنيو بيا په جولای مياشت کې د وو هان لابراتوار ضد بې  بنسټه خبرونه ورکړي دي.

پر استخباراتي ارګانونو او خبري رسنيو  سربېره، ځيني امريکايي سياستوال د چين د بدنامولو په هڅه کې دي. د امريکا د ولسي جرګې غړي ماکال د اګست پر دوهمه نېټه تش په نوم (( د کرونا ويروس د سرچينې د لټون راپور )) نوې بڼه خپره کړه او پکې يې د وو هان له لابراتوار څخه د کرونا ويروس د خپرېدو ډنډوره کړې ده، خو په دغه راپور کې يې هېڅ د باور وړ  شواهد نه دي ورکړي.