د اولمپيک د ۳۲مې دورې دوبني لوبې په توکيو کې پای ته رسېدلې
cri2021-08-09 14:40:03
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک د ۳۲مې دورې دوبني لوبې د اګست په ۸مه نېټه په توکيو کې پای ته رسېدلې. 

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ وويل چې د اولمپيک سږني لوبې بې ساري دي او له هيلو، يووالۍ او سولې څخه ډک دي. 

د چيني لوبغاړو پلاوی د دغو لوبو په ۱۶ ورځو کې ۳۸ طلايي، ۳۲ نقره يي او ۱۸ ژېړ مډالونه تر لاسه کړي او د مډالونو په ليست کې دوهم مقام نيسي. د طلايي مډالونو شمېر يې د چين په بهر کې د اولمپيک په لوبو کې له تر ټولو ښې نتيجې سره برابر دی. د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د چيني لوبغاړو پلاوي ته د مبارکۍ پيغام وليږه. (هيله)