د کرونا وبا ضد مبارزې کې د امريکا د رښتيني وضعيت په اړه نړيوال راپور خپور شو
CRI2021-08-09 15:16:33
شريکول:

د چين د خلکو پوهنتون د چونګ يانګ په نوم د پولي چارو انسټېټيوټ، د تای هه فکري ارګان او های تو ګوه جه فکري ارګان د اګست په نهمه نېټه د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخه کې د امريکا د رښتيني وضعيت په اړه ګډ څېړنيز راپور خپور کړی دی. دغه راپور د يادو فکري ارګانونو له خوا خپور شوی لومړی نړيوال راپور بلل کيږي چې پکې د کرونا وبا ضد د امريکا رښتينی وضعيت په ډاګه شوی دی.

نوموړی راپور د جدي پلټنو، واقعي شمېرنو او عيني دريځ له لارې د بلومبرګ اژانس هغه درجه بندي رد کړې، چې له مخې يې، د کرونا وبا ضد بري په لېست کې امريکا لومړی ځای نيولی دی. په دغه راپور کې راغلي، چې د امريکا کورنۍ سياسي مقابله په تېره بيا د امريکايي ګوندونو ترمنځ په ټاکنيزې مقابلې کې د کرونا وبا د سياسي کېدو حالت پر دغې وبا د ګڼ شمېر امريکايانو د اخته کېدو او مړينې سبب شوی دی. دغه راپور د کرونا وبا ضد مبارزې کې د امريکا د ناکامۍ مستقيم لامل دا بللی، چې د دغه هېواد حکومت د کورنا وبا د وقايې او کنترول، اړوندو تګلارو او تدبيرونو او د کرونا ويروس د سرچينې د لټون په برخو کې له ساينس او پراخو نظريو څخه سرغړونه کړې ده.