طالبان وايي، چې په يوه ورځ کې يې د دريو ولايتونو مرکزونه نيولي دي
CRI2021-08-09 09:47:00
شريکول:

د افغانستان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګست په اتمه نېټه په خپلې ټوېټر پاڼې کې ليکلي، چې طالبانو د افغانستان په شمال کې د تخار ولايت مرکز تالقان ښار نيولی دی. دغې ډلې په همدې ورځ کې د دريو ولايتونو د مرکزونو نيولو اعلان کړی دی.

نوموړي ويلي، چې طالبانو د کندز ولايت مرکز کندز ښار او د سرپل ولايت مرکز سرپل ښار نيولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند فواد امان په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل، چې د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه په کندز ښار کې د طالبانو پر تصفيوي عملياتو بوخت دي،  افغان حکومت په سرپل او تالقان ښارونو کې د شويو جګړو په اړه تر اسه څه نه دي ويلي.