د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو د دفتر وياند د اګست په ۸مه نېټه وويل، امريکا په ډاګه ويلي، چې له هانکانګيانو سره څنګه په څنګه ولاړ ده، خو په حقيقت کې دغه هېواد د چين ضد ځواکونو سره درېږي او غواړي چې په هانکانګ کې د مقرراتو د اصلاحاتو په موده کې د هانکانګ د بېلتونپالو احساسات راوپاروي او د دې سيمې ثبات او ارامتيا ته زيانونه ورسوي. امريکا دا شوم نیت هم لري چې د چين مخالفين د امريکا لپاره دوامدارې جګړې وکړي، نو د هانکانګ وګړي يې پر وړاندې ولاړ دي او سخت مخالفت يې کوي.
نوموړي دې ته په اشاري وويل چې د امريکا حکومت ياد عملونه د چين په کورنيو چارو او د هانکانګ په چارو کې سخته کرغېړنه لاسوهنه ده او چين ور سره کلک مخالفت کوي. (هيله)