د سږ کال په جولای مياشت کې په چين کې د مصرفي توکو بيې د تېر کال د همدې مياشتې په نسبت 1 سلنه لوړې شوې وې. په دې جمله کې په ښارونو کې د توکو بيې 1.2 سلنه او په کليوالو سيمو کې 0.4 سلنه لوړې شوې وې. د مالوماتو له مخې، په ښارونو کې د خوارکي توکو بيې 3.7 سلنه ټيټې وې او د غير خوراکي موادو بيې بيا 2.1 سلنه لوړې شوې وې.
د روان کال په تېرو ۷ مياشتو کې چين کې د وګړيو مصرفي بيه په منځنۍ توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله 0.6 سلنه لوړ شوې و. (هيله)