امريکا د هانکانګ په اړه د يادښت په لاسليک يو ځل بيا د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي
cri2021-08-09 10:38:26
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن په دې وروستيو کې د هانکانګ په اړه يادښت لاسليک کړی دی، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۸مه نېټه په دې اړه وويل چې امريکا په دغه يادښت کې د هانکانګ د ملي امنيت د ساتنې پر قانون او د هانکانګ د ادارې په اړه د چين پر تګلارې بې شرمه تورونه لګولي او دا د هانکانګ او چين په کورنيو چارو کې د دغه هېواد سخته لاسوهنه ده. چين د امريکا له دغې سره ټينګ مخالفت کوي او دغه هېواد ته يې خپل احتجاج وړاندې کړی دی.

د هانکانګ د ملي امنيت د ساتنې قانون په رڼا کې، د هانکانګ امنيت او ثبات او د هانکانګيانو عادلانه او قانوني ګټې ساتل شوې دي. هانکانګيانو ته د خوندي ځالې برابرولو په اړه د امريکا خبرې بيخي بې ساري دي او موخه يې يوازې د حکومت ضد هانکانګيانو ملاتړ، د هانکانګ سمسورتيا او ثبات خرابول او د چين د پرمختګ مخنيوی دی. (شکريه)