د سي جي ټي اېن فکري ارګان په دې وروستيو کې د کرونا ويروس د سرچينې د لټون په اړه د نړۍ پر ټولنيزو شبکو په چيني، انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو نظرپوښتنې تر سره کړې او د ګردې نړۍ د انټرنيټ کاروونکو پاملرنه يې راجلب کړې ده.
نوموړي ارګان د جولای په ۲۶مه نېټه يوه نظرپوښتنه کړې، چې له مخې يې، ۸۰ سلنه برخوالو ويلي، چې د کرونا وبا د سرچينې د لټون مسئلې ته سیاسي رنګ ورکړل شوی دی. ياد ارګان د جولای په ۳۰مه نېټه يوه بله نظرپوښتنه خپره کړه، چې له مخې يې، ۸۳ اعشاريه ۱ سلنه ګډون کوونکو يې په امريکا کې د کرونا ويروس د سرچينې د پلټنې غوښتنه کړې ده.