د آسيا خبري رسنۍ: د کرونا وبا په درشل کې د توکيو اولمپيک لوبې جالبې وې
CRI2021-08-09 14:59:48
شريکول:

د اولمپيک د ۳۲مې دورې دوبنيو لوبو مشال د اګست د اتمې نيټې په شپه د جاپان په توکيو کې بيرون مړ شو. د آسيا بېلا بېلو خبري رسنيو د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د اولمپيک د دغې دورې د ځانګړو لوبو په هکله لوړې ارزونې کړي او دا نظريې يې ښودلي، چې د بېلا بېلو لوبو لوبغاړو په سياليو کې فعال ګډون درلود او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سپورټ مينوالو په انلاين ډول د دغو لوبغاړو هڅونه کړې ده. دغه لوبې بيا هم ډېرې جالبې او په زړه پورې وې.

د جاپان سپورټ ورځپاڼې ليکلي، چې د کرونا وبا د وقايي او مخنيوي په هدف نندارچيانو د توکيو اولمپيک لوبو د سياليو په سپورټي ميدانونو او جمنازيمونو کې فزيکي حضور نه درلود او لوبې يې  له نژدې څخه ونه شوې ليدلی. مخکې دا شکونه وو چې، په دغو لوبو کې به خوند نه وي، خو د اولمپيک د نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ وويل، چې د لوبغاړو هلو ځلو او زحمتونو د دغو لوبو خوند او رنګ ډېر زيات کړ او دا يوه ريښتنې لويه سپورټي لړۍ وه.

د اندونيزيا د انتارا خبري اژانس تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې، چې د ټولنيزو رسنيو له لارې د اولمپيک لوبو هڅونه شوې ده. په دغې ليکنې کې ليکل شوي، چې د کرونا وبا تر اغيزې لاندې د توکيو د اولمپيک لوبو په سياليو کې د نندارچيانو شور نه اوريدل کيده، خو د سپورټ مينوالو د ټولنيزو رسنيو له لارې د لوبغاړو د هڅونې په پار خپل اوازونه پورته کړي دي. اندونيزيا د اولمپيک لوبو په تاريخ کې په لومړي ځل د ښځينه لوبغاړو د بدمينتون په سياليو کې د سروزرو مډال تر لاسه کړی دی. دغه خبر په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس شو او کابو ۹۰۰ ميليونه کسانو په دې اړه کمنټونه او خپلې نظريې ليکلې دي. سره له دې چې نندارچيانو د سياليو په ځايونو کې ګډون نه وکړی، خو په ټولنيزو رسنيو کې يې د مينې اوازونه پورته کړي دي. ډېرو خلکو پر ټولنيزو رسنيو د اولمپيک لوبو جلبونکی توان احساس کړی دی.   

د ټايلنډ خبري اژانس ويلي، چې کارپوهان په اند دي، چې د توکيو د اولمپيک لوبو له تر سره کېدو څخه داسې ښکاري، چې کرونا وبا کنټرول کيدای شي. دغه اژانس ويلي، چې د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د کارپوهانو ډلې د روغتيا مشر کارپوه بريان مج کلوسکي د اګست په اوومه نېټه وويل، چې د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې ماسک اچول د لاسونو زيات مينځل، يو له بل سره د ټولنيز واټن ساتل ډېرې اغيزمنې لارې چارې دي ، دغه راز پر کرونا اخته ناروغانو سره د نژدې تماس نيوونکو کسانو څخه واټن ساتل او نور اړوند تدبيرونه هم د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په برخه کې ښه رول لري. د توکيو د اولمپيک لوبو له برياليتوبو څخه څرګنديږي، چې د کرونا وبا د کنټرولولو امکانات شته او د دغو لوبو تجربو بېلا بېلو هېوادونو ته نمونوي رول برابر کړی دی.

د مغولستان د ديلي نيوز خبري ويبسايټ د يوې تبصرې په خپرولو سره ليکلي، که څه هم د توکيو اولمپيک لوبې د کرونا وبا له امله په يو کال ځنډ سره تر سره شوې، خو بيا هم دغه لوبې ډ‌ېرې ښې پای ته ورسيدې او بشپړې شوې او دا د جاپان لپاره يو ستر برياليتوب بلل کيږي. د دغو لوبو کوربه خوا د کرونا وبا د وقايي او کنټرول د اصولو په جدي عملي کولو سره سيالي تر سره کړې. د توکيو د اولمپيک لوبو پرانيستونکو مراسمو خلکو ته ژورې خاطرې ورکړې دي. د دغو مراسمو کوونکو نه يوازې د جاپان عنعنوي فرهنګ او کولتور خپور کړی، بلکې د اولمپيک لوبو د يووالي او اتحاد نارې يې هم څرګندې کړي او پيغام يې ورکړی، چې موږ يوازې نه يوو، بلکې موږ ټول يوه کورنۍ يوو.

د ايران اسلامي جمهوريت نيوز اېجنسې خبر ورکړی، چې د ايران لوبغاړو د ډېرو ستونزو په ليري کولو سره د توکيو په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړ او خپل توان يې وښود او وطن ته يې افتخار راوړی دی. د خبر له مخې، د کرونا وبا له امله سپورټي ميدانونه او جمنازيمونه تړل شوي، د اولمپيک لوبې هم په ځنډ سره تر سره شوې او لوبغاړو په ډېر ستونزمن وخت کې تمرينونه تر سره کړي. په ورته وخت کې پر ايران لګېدلو بنديزونو پر ايراني ټولنې او اقتصاد منفي اغيزې کړي او د لوبغاړو پر روزنو يې هم بد سيوري غوړولی دی. سره له دې چې ايران په دغو اولمپيک لوبو کې بيا هم برياليتوب تر لاسه کړی. خو د ايران د سپورټ په تاريخ کې تر ټولو لوی پلاوي، چې ۶۵ لوبغاړي يې لرل، په دغو اولمپيک لوبو کې درې طلايي، دوه نقره يي او دوه برونزو مډالونه تر لاسه کړي دي.