د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۹مه نېټه د سينګاپور جمهوريت د جوړېدو د ۵۶مې کليزې د لمانځنې په پار د دغه
هېواد ولسمشرې حليمې یعقوب ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې د سينګاپور خلکو په تېرو ۵۶ کلونو کې د هېواد د ابادۍ او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هڅولو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. چين او سینګاپور د کرونا وبا ضد روانې مبارزې کې لاس يو کړی او ګډ کوښښونه يې کړي، چې د دواړو خواوو تر منځ ستراتيژيکې اړيکې ترې ښکاري.
رئیس شي جين پينګ په دغه پیغام کې ويلي، چې نوموړی د چين او سينګاپور تر منځ د اړيکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشرې حليمې یعقوب سره يو ځای د دواړو هيوادونو د خپلمنځي اړيکو د بيا پرمختګ او خلکو ته د ګټې رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي. (شکريه)