د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۸مه نېټه د پاکستان د بلوجستان په مرکز کوېټې ښار کې د پوليسو پر يو موټر بريد شوی چې له امله يې ۲ پوليس مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، دغه چاودنه د کوېټه يوه مارکيت ته نږدې شوې چې په ټپيانو کې ۶ پوليس هم شامل دي. (هيله)