د چین پراخې جامې او اوږدې – ډبلې لمنې
CRI2021-08-10 12:44:59
شريکول:

د چین پراخې جامې او اوږدې – ډبلې لمنې

لیکنه: هوا مایي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

پراخې جامې او اوږدې – ډبلې لمنې هم د پخواني چین د های وای، جین او نان بي سلسلو د جامو له ځانګړنو څخه وې او همدارنګه د پخواني چین د خلکو د جامو سبک او طریقه بیانوي. دا ځکه چې د پخواني چین خلکو ازادې او پراخې جامې اغوستې. چین یوه اصطلاح لري: «لسوڼي يې پورته کړل او پر ځمکه سیوری غوړوي.» یعنې د پخواني چین خلکو د  ډېرو پراخو لستوڼو لرونکې جامې اغوستې چې د لستوڼو اوږدوالی او پلنوالی یې د دوه لاسونو د حجم په اندزه و. دغو لستوڼو هم د چیني جامو د ظرافیت څرګندويي کوله.

دغه جامې له هغو اروپايي جامو څخه چې پښې پکې پټې نه وي، متفاوتې وې او پر دې سربېره د چین خلکو به په دغو جامو سره یوه ځانګړې ښکلا ترلاسه کوله. له یادو جامو سره د وخت خلکو زېورات هم کارول چې دغه څه یې جذابیت لا ډېر کړی و.

لستوڼي، شال، زنګولې او د جامو پر مخ نقاشۍ هغه څه وو چې د چیني جامو ښکلا یې لا ډېره کړې وه او د چیني جامو تر ټولو راښکونکې برخې ګڼل کېدې.

ازادې او اوږدې جامې یوازې هغه وخت له باد سره خوځښت پیدا کولای شي چې سپکې وي. د پخواني چین جامې ډېرې نرمې او وزن یې لږ و. اوږدې جامې او لستوڼي د پخواني چین د خلکو نوښت و. که څه هم اروپایانو اوږدې جامې درلودې، خو د هغوی لستوڼي لنډ وو. عربو به هم تر پښو پورې اوږدې جامې اغوستې، خو د هغوی لستوڼي ازاد او لنډ وو. ځینو جاپانیانو به هم ازاد لستوڼي لرونکې جامې اغوستې، خو د چیني لستوڼو په پرتله لنډ وو. په هغه قبر کې چې دوه زره کاله مخکې د هونان ښار په یوه سیمه کې کشف شو، یو ورېښمین انځور پکې و. په دغه انځور کې لیدل کېدل چې یو شخص د نقاشۍ په حال کې و چې اوږدې جامې، تاج او توره یې درلودل. دغه نمونه د چین د جامو لومړنی سبک و او د پخواني چین د جامو سبک یې ښود.

د تانګ سلسلې ښځو له شال سره ډېره مینه درلوده. د هغوی شالونه مستطیل شکله او ورېښمین وو. د تانګ سلسلې له یوې مجسمې څخه څرګنده وه چې د دغو شالونو یوه خوا لنډه وه او بله خوا یې اوږده. خو د پخوانۍ روسیې د ښځو شالونه مثلث شکله وو. د پخواني چین شالونه ډېر نرم او سپک وو.  د پخواني چین خلکو لوڅ ځان بد ګاڼه او اوږدې جامې یې اغوستې څو یې ټول ځان وپوښوي.