په ايران کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو او مړو ورځنی شمېر مخ په ډېرېدو دی
cri2021-08-10 12:48:48
شريکول:

د ايران د روغتيا وزارت د اګست په نهمه نېټه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۴۰۸۰۸ کسان تازه پر کرونا ويروس اخته شوي او ۵۸۸ کسان د دې ويروس له امله مړه شوي دي. دغه دواړه شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې کرونا ويروس مخ په زياتېدو دی او اوسمهال هم بې ساری زيات شوی دی.

د شمېرنې له مخې، تر همدې ورځې پورې په ايران کې پر کرونا د اخته کسانو عمومي شمېر ۴۱۹۹۵۳۷ ته او د مړو عمومي شمېر ۹۴۶۰۳ ته رسېدلی دی. په دغه هېواد کې له ۱۳ ميليونو ډېرو کسانو تر يو دوز ډېر واکسين کړی چې پدې جمله کې بيا ۳ ميليونه کسانو دوه دوزه واکسين لګولی دی.