دای بينګ: امریکا د جنوبي سمندرګي د موضوع په اړه د ګوتڅنډنې حق نه لري
cri2021-08-10 12:45:24
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي شاژدافير دای بينګ د اګست په نهمه نېټه د سمندري امنيت په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په علانۍ غونډه کې د امریکا د استازي څرګندونو ته په غبرګون کې وويل، چې امريکا د جنوبي سمندرګي د سيمې هېواد نه دی، خو بیا هم دغې سيمې ته يې پرمختللې بېړۍ او الوتکې استولي او د دې سيمې د هېوادونو په اړيکو کې يې نفاق اچولی دی. نوموړي امريکا د جنوبي سمندرګي د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ وباله او ويې ويل، چې دغه هېواد د ياد سمندرګي د چارو په اړه د ګوتڅنډنې حق نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې امنيت شورا د جنوبي سمندرګي پر مسئلې د بحث لپاره مناسب ځای نه دی او چين د امریکا د استازي له اړوندو څرګندونو سره ټينګ مخالفت کوي. هغه وویل، چې د چين او د اسيان هېوادونو د ګډو هڅو په نتيجه کې د جنوبي سمندرګي حالت ثابت ساتل شوی دی.