ملګري ملتونه: د چټک اقليمي بدلون پر وړاندې بايد سمدستي د شنو خونو ګازو د کمولو اقدامات غوره شي
cri2021-08-10 14:33:01
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې ځانګړې کمېټې د اګست په نهمه نېټه په جنيوا کې ((د اقليمي بدلون ۲۰۲۱: د فزيکي ساينس بنسټ)) راپور خپور کړ. په دغه راپور کې په نړۍ کې د راتلونکي اقلیمي بدلون په اړه ارزونه شوې او پکې ويل شوي، چې د شنو خونو ګازو د ګړندي کمښت لپاره بايد سمدستي اقدامات غوره شي، که نه، دا به بيا ډېره ګرانه وي، چې د هوا تودخې لوړوالی د سانتيګريډ په کچه تر ۱.۵ آن ۲ درجې کم محدود شي.

په دغه راپور کې دې ته اشاره شوې، چې که څه هم د هوا کيفيت ښه شوی او مثبته اغېزه به يې ژر احساس شي ، خو د نړۍ  د هوا تودخې د ثابتولو لپاره بيا هم له ۲۰  تر ۳۰ کلونو پورې وخت په کار دی. له ۱۸۵۰م کال څخه تر ۱۹۰۰م کال پورې د انسانانو د فعاليتونو په بهير کې د شنو خونو ګازو په ايستلو سره د هوا تودخه د سانتيګريډ په کچه ۱.۱ درجه لوړه شوې او وړاندوينه کیږي، چې په راتلونکو شلو کلونو کې به دغه شمېر ۱.۵ درجې ته لوړه شي.