امريکا د کرونا وبا ضد مبارزه کې تر ټولو ناکام هېواد دی
cri2021-08-10 14:40:04
شريکول:

په داسې حال کې، چې کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې په چټکۍ خوريږي، ځينو امريکايي رسنيو په ډېرې بې شرمۍ دغه هېواد د کرونا وبا ضد مبارزه کې لومړی بريالی هېواد بللی دی. په بېجينګ کې څو ورځې مخکې د کرونا وبا پر وړاندې د روانې مبارزې په برخه کې د امريکا د واقعي مالوماتو راپور خپور شو، چې له مخې يې امريکا د کرونا وبا ضد مبارزه کې تر ټولو لوی ناکام هېواد بلل شوی دی.

دغه راپور ((د کرونا وبا ضد د امريکا د مبارزې ريښتينې کړنې))  د چين د خلکو پوهنتون د چونګ يانګ پولي څېړنېزې ادارې، تای هه فکري ارګان او های تو فکري ارګان لخوا په ګډه ليکل شوی دی.

دغه راپور ۲۳ زره کليمې لري او د امريکا د ځينو سياستوالو د شومو سياسي موخو، د دوی بې علمه کړنو، د دې هېواد بې کاره نظام، د کرونا وبا له امله د دې هېواد په دننه کې د توپيرونو د سختېدو او د کرونا وبا ضد د نړيوالې مبارزې پر وړاندې د خنډونو جوړونو په شمول د امريکايي سياستوالو ډېرې کرغېړنې کړنې په ډاګه کړي او امريکا یې په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا ضد د مبارزې تر ټولو لوی ناکام هېواد بللی دی.

په ياد راپور کې ګڼ شمېر واقعيتونه بیان شوي او پکې ويل شوي، چې د امريکا حکومت د کرونا وبا د کنټرول او وقايې پر وړاندې لوی خنډ جوړ ګرځيدلی او د دې ويروس وبا د سرچينې د لټون په چارو کې يې د ساينس خلاف تدبيرونه نيولي او پر ساینسي چارو يې سياسي رنګ پاشلی دی. د امريکايي چارواکو د دغو بې ځایه تدبيرونو تر شا د دغه هيواد په دننه کې سياسي جګړه روانه ده، د دغه هيواد د سياسي ګوندونو ترمنځ روان کشکمش کې کرونا ويروس وبا په سیاست کې رانغاړل شوی دیلی دی، چې له امله یې په دغه هېواد کې ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه راپور کې دې ته اشاره شوې، چې امريکا نه یوازې په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا ضد د مبارزې تر ټولو لوی ناکام هېواد دی، بلکې د خپلې ناکامۍ پړه يې پر نورو هيوادونو اچولې ده، خو په حقیقت کې د دغې وبا د خپرېدو په برخه کې دغه هيواد لوی مسئولیت لري. په تېر ۲۰۲۰م کال کې، کله چې کرونا وبا په امريکا کې خپره شوه، په همغه وخت کې څه باندې ۲۰ ميليونه امريکايان نورو هېوادونو ته ولاړل،  او دا د امريکا حکومت ستر مسؤلیت و، چې د دوی د تګ راتګ مخه یې نيولې وای.

 دغه هيواد  نامسئولانه عمل و او په ګردې نړۍ کې د دغې وبا د خپرېدو مسؤلیت له غاړې نشي غورځولی. په اړه له غاړې څخه نه اوښتونکې دنده لري.

د امريکې د (Executive Intelligence Review News Service) مجلې د واشنګټن فرعي څانګې مشر ويليم جونس د ياد راپور د خپرېدو په مراسمو کې په ويډيويي وينا کې وويل، چې اوس کرونا ويروس وبا يوه سياسي وسيله ګرځېدلې او د چين د پرمختګ او د نړۍ لپاره د چين د خدمتونو د مخنيوي په موخه کارول کېږي. هغه وويل

((ځيني امريکايي سياستوال غواړي، چې د چين د پرمختګ پر وړاندې او د چين لخوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې پروژې د عملي کېدو په بهير کې خنډونه جوړ وکړي کړي. د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چين هوايي تور لګولی و، چې ويل يې، دغه ويروس وبا د وو هان له لابراتور څخه پورته شوی، خو د روغتيا نړيوال سازمان پلټونکې ډلې د ده دغه دروغ بې ځایه وبلل.))

د چين د خلکو پوهنتون د چونګ يانګ پولي څېړنيزې ادارې اجرائيوي مشر وان ون د دې راپور په اړه وويل، چې د ياد راپور د خپرېدو موخه د کرونا وبا ضد د امريکا د مبارزې رښتيني حالاتو ته بيا کتل دي او راتلونکي ته سترګې په لار يو.

((موږ د دې راپور په خپرولو سره رښتيني مالومات بيان کړل او د نړيوال تاريخ په هکله مو مسئولانه رويه ښکاره کړه. که څوک لسګونه کاله وروسته هم ووايي، چې امريکا د کرونا وبا ضد مبارزه کې لومړی بریالی هېواد دی، دا به ډېره د کنايې وړ خبره وي. موږ نه غواړو له امريکا سره لفظي جنجال وکړو، مونږ يوازې د دې لپاره هڅې کوو، چې لا زيات کسان د کرونا وبا له زيانونو څخه خبر او ډاډه شي. ))