د امريکا دفاع وزارت : له افغان امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو
cri2021-08-10 14:33:24
شريکول:

د امريکا دفاع وزارت د اګست په نهمه نېټه وويل، چې امريکا به له افغان امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پنتاګون وياند جان کوبي په همدې ورځ په یوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امریکايي ځواکونه به په مناسبو ځايونو او وختونو کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په هوايي بريدونو او نورو پوځي عملياتو کې مرسته وکړي، خو هغه دا هم ومله، چې اوسمهال په افغانستان کې د امريکا کارول کېدونکې قوه تر پخوا کمه شوې ده.

کوبي زیاته کړه، چې د افغانستان کورنی امنيتي حالت پر سم لوري روان دی او افغان امنيتي ځواکونه تر طالبانو غښتلی جنګي توان لري او افغان حکومت دې سیاسي او پوځي لارښوونکې وړتيا وښيي.