نامعلومو وسله والو د مالي په شمال کې ۵۱ عام وګړي وژلي
cri2021-08-10 12:53:18
شريکول:

د مالي د رسنيو د خبر له مخې، نامعلومو وسله والو د مالي په شمال کې پر څو کليو بريد کړی، چې له امله يې ۵۱ عام وګړي وژل شوي او ډېر نور ټپیان دي. بريدګرو دغو کليو ته اور اچولی او بیا له سيمې څخه تښتېدلي دي. 

تراوسه هيڅ ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.