د روان کال په دوهمې نيمايي کې د چين اقتصاد په غوړېدو دی
CRI2021-08-10 15:24:47
شريکول:

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲.۷سلنه زيات شوی دی. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو په دې وروستيو کې د ملي اقتصاد د اوسني وضعيت د څېړنې او د راتلونکي کال د دوهمې نيمايي د اقتصادي چارو د ترتيباتو په اړه يوه غونډه تر سره کړه. په دغې غونډې کې دې ته اشاره شوې، چې د راتلونکي کال په دوهمې نيمايي کې به په اقتصادي چارو کې د ثبات د ساتلو تر څنګ د پرمختګ د موندلو اصل دوام ولري، د پرمختګ نوې مفکوره به په بشپړه، دقيقه او هراړخيزه توګه پلې شي، د عرضي جوړښت اصلاحات به ژور او د پرمختګ د نوي جوړښت د ابادۍ سرعت به چټک شي او د لوړ کيفيت پرمختګ به نور هم وهڅول شي.

د پيچليو نړيوالو اقتصادي حالاتو پر وړاندې د چين د اقتصادي تګلارو تمايل د بهرنيو خبري رسنيو پاملرنه راجلب کړې ده. د سينګاپور د ليان هه ځاو باو په نوم ورځپاڼې د يادې غونډې په اړه خبر ورکړی او دې ته يې اشاره کړې، چې چين به د نوې انرژۍ د موټرو، په علاقه داريو او کليوالو سيمو کې د برقي سوداګرۍ سيستم او د مالونو د ترانسپورټ سيستم د ابادۍ، د هېواد د لويو پروژو د ابادۍ او د تکنالوژۍ د لوړوالي په برخه کې د تصديو د پانګونې په څلورو برخو کې د کورنيو بازارونو فرصتونه ولري.