ايران: امريکا بايد د فشار اچولو تګلارو څخه لاس واخلي
cri2021-08-10 14:52:31
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اګست په نهمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا بايد د فشار اچولو له تګلارو څخه لاس واخلي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې پر ايران د ټرمپ حکومت د فشار اچولو تګلارې کومه پايله نه ده ورکړې او امریکا بايد په دغه حقيقت ښه پوه شي او خپلې کړنې دې سمې کړي، څو د ايران د ذروي هراړخيز تړون په اړه خبرې اترې ګړندۍ شي. نوموړي زياته کړه، چې امريکا بايد پر ايران لګېدلي بنديزونه لغوه کړي او ايران هر هغه متن نه مني چې له ياد تړون څخه پکې سرغړونه شوي وي.