افغان طالبانو د سمنګان ولايت د مرکز ایبک ښار د نيولو اعلان وکړ
cri2021-08-10 12:51:15
شريکول:

د افغان طالبانو وياند ذبيح الله  مجاهد د اګست په نهمه نېټه پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې دوی د سمنګان ولايت مرکز ايبک ښار نيولی دی.

تراوسه پورې افغان حکومت پدې اړه څه نه دي ويلي.

طلوع نيوز د سمنګان د ولايتي شورا د يوه غړي په قول خبر ورکړی، چې افغان ځواکونه له طالب اورپکو سره له جګړې پرته ياد ښار څخه وتلي دي.