په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۰۲۶۰۸۳۰۶ ته رسېدلی
cri2021-08-10 12:54:01
شريکول:

د روغتيا نړیوال سازمان تازه شمېره ښيي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د اګست د نهمې نېټې د مازديګر تر اوو بجو پورې په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرو ۲۴ ساعتونو پهپرتله ۴۶۱۳۷۷ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۰۲۶۰۸۳۰۶ ته رسېدلی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱۷۰ کسان د دې ويروس له امله مړه شوي چې پدې سره د مړو عمومي شمېر ۴۲۹۳۵۹۱ ته رسېدلی دی.