د امريکا سياسي لوبې د بشري ناورين سبب شوي
cri2021-08-11 14:51:40
شريکول:

د چين درېيو فکري ارګانونو  د اګست په نهمه نېټه (( له کرونا وبا سره د امريکا د مبارزې رښتيني وضعيت))  ګډ راپور خپور کړ. يادو ارګانونو په دغه راپور کې د کرونا ويروس د پلټنې د نتيجې او نورو ګڼ شمېر ارقامو او شواهدو په وړاندې کولو سره په امريکا کې د کرونا وبا د مهارولو رښتينی وضعيت په ډاګه کړی دی. د دغه راپور له مخې، د کرونا وبا ضد د مبارزې د بري هغه درجه بندي، چې د امريکايي رسنۍ بلومبورګ لخوا خپره  شوې او امريکا پکې لومړی ځای نيولی، د جعلي راپورونو پر اساس جوړ شوی او امريکايان یې د سياسي لوبو قرباني کړي دي.

راپورونه وايي، چې په امريکا کې تر دې دمه   له ۳۵ ميليونو ډېر خلک پر کرونا ويروس اخته شوي او تر ۶۱۰ زرو ډېرو کسانو د دې وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې دا دواړه شمېرې په نړۍ کې تر ټولو زياتې دي. د امريکا د ساري ناروغيو متخصص  او د دغه هېواد د ناروغيو د مخنيوي او وقايې مرکز يا سي ډي سي  پخواني مسئول ويليام فوګ په دغه هېواد کې د کرونا وبا ضد مبارزه ټولوژنه بللې ده. نوموړي ويلي، چې دا لوی حقیقت دی،  چې په امريکا کې د بېلابېلو ګوندونو ترمنځ د سيالۍ په خاطر ياده مبارزه سياسي شوې او په نتيجه کې يې ګڼ شمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کرونا وبا په لومړيو کې امريکايي حکومت دغه وبا بابيزه   وګڼله او عامو وګړو ته یې د نوي کرونا ويروس د خطر خبر ور نه کړ، ځکه امريکايي سياستوالو یوازې غوښتل، چې اقتصادي وده او د ګمارنې حالت او د جمهوري  غوښتونکي ګوند واک وساتي. دوی خپل زياتره وخت له وبا سره په مبارزه کې نه، بلکې په سياسي جنجالونو کې ولګاوه  او آن د دې وبا له رامنځته کېدو ۶ مياشتو وروسته هم    د دغې مبارزې پر متحدې طرحې موافقې ته نه وو    رسېدل.

امریکايي حکومت د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۳ مه نېټه د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې  لومړي اقدامات اعلان کړل. د کلومبيا پوهنتون څېړونکي وايي، که حکومت له دې وخت نه يوازې دوه  اوونۍ  مخکې یاد اقدامات اعلان کړي وای، نو د ۲۰۲۰م کال د مۍ تر درېيمې نېټې پورې به د دې وبا له امله د مړو په شمېر کې ۵۴۰  زره کموالی راغلی و.

د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې  کې د امريکا ناکامي  نه يوازې د ډېرو خلکو ژوند اخيستی، بلکې د دغه هېواد د ډيموکراتيک نظام   نيمګړتياوې  يې په ډاګه کړې دي . د سپينې ماڼۍ او پارلمان د جنجال ترڅنګ د دې هيواد د مشرانو او عوامو مجلسونو ترمنځ هم جنجال روان دی او د عدلي سيستم خپلواکي يې هم زيانمنه شوې ده. پر  دې سربيره د دغه هيواد د بېلابېلو سيمه ييزو  او ايالتي  حکومتونو او فيډرالي حکومت ترمنځ د يووالي او همغږۍ نشتوالي هم د کرونا وبا ضد مبارزه له زياتو خنډونو سره مخ کړې ده.

د لاس انجلس ل  ورځپاڼې خبريال ډول مکمانس په خپله ليکنه کې ليکلي، چې په امريکا کې له کرونا وبا سره د مبارزې او پخواني حالت ته د اقتصاد د ګرځولو لپاره  متحد دولتي پلان نشته او د دغه هېواد ۵۰ ايالتونه په يوازې ځان اقدمات غوره کوي، موږ په يوه ټوټه شوي هېواد کې ژوند کوو او له نږدې ګورو، چې دغه فيډرالي ايالتونه ورځ تر بلې کمزوري کيږي.

په امريکا کې لاهم سخت بشري مصيبت روان دی. په تېرو مسلسلو دريو ورځو کې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو ورځنی شمېر له ۱۰۰ زرو څخه زيات ښودل شوی  او د تېرې اوونۍ په پرتله ۳۵٪ لوړوالی ښيي.  د دغه هېواد د بېلابېلو ګوندونو ترمنځ سيالي او جنجالونه لا هم نه دي خلاص شوي او د دوی دغه چارې دا ثابتوي،  چې دغه هېواد د کرونا وبا ضد مبارزې د بري په درجه بندۍ  کې لومړی ځای نه، بلکې تر ټولو وروستی  ځای يې نيولی دی..