د يوې نوې سروې پایله ښيي، چې زرګونو ټويټرانو ټويټونه کړي، چې دوی او يا خپلوان او ملګري يې د ۲۰۱۹م کال په ډسمبر کې او ځينې يې له دې مخکې پر کوویډـ۱۹ ويروس اخته شوي وو او سلګونو يې بیا نښې نښانې هم يادې کړي، چې د کرونا وبا نښو سره بيخي ورته والی لري.
په دغو زرګونو ټويټرانو کې ۷۵ سلنه امريکايان ښودل شوي او ځيني یې د اروپا او جنوبي امريکا وګړي ياد شوي دي.
زيات شواهد دا ښيي، چې کرونا ويروس ښايي د ۲۰۱۹م کال له پای مخکې د نړۍ په ګڼو سيمو کې رامنځته شوی وي.