په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۰۳۲۹۵۱۷۰ته رسېدلی
CRI2021-08-11 10:24:14
شريکول:

د روغتيا نړیوال سازمان تازه شمېره ښيي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د اګست د لسمې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو پورې په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرو ۲۴ ساعتونو په پرتله ۵۶۰۸۵۰ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۰۳۲۹۵۱۷۰ ته رسېدلی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۴۲۶ کسان د دې ويروس له امله مړه شوي چې پدې سره د مړو عمومي شمېر ۴۳۰۳۵۱۵ ته رسېدلی دی.