د سوريې ولسمشر د نوې کابينې د غړو ليست منظور کړ
cri2021-08-11 11:21:18
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې ولسمشر بشارالاسد د اګست په لسمه نېټه د يو فرمان په لاسلیکولو سره د صدراعظم حسين ارنوس په مشرۍ د نوې کابينې د غړو ليست منظور کړ چې د پخوانۍ کابينې زياتره غړي پکې شامل دي.

د دغه هېواد په نوې کابينې کې صدراعظم حسين ارنوس او نور ۲۹ وزيران شامل دي. د دغه هېواد د صدراعظم مرستيال او دفاع وزير علي عبدالله عیوب په شمول د پخوانۍ کابينې ۲۴ تنه غړو ته په نوې کابينې کې بيا ځای ور کړل شوی او پنځه تنه پکې نوې وزيران ټاکل شوي دي.(غاټول)