چين له ليتوانيا څخه د خپل سفير د ورغوښتلو پرېکړه وکړه
cri2021-08-11 11:24:09
شريکول:

د ليتوانيا حکومت په دې وروستيو ورځو کې د چين خبرداری له پامه غورځولی او اعلان يې کړی  چې تايوان ته يې په خپل هېواد کې د دفتر د جوړولو اجازه ور کړې ده. د ليتوانيا دغه کړنه له چين سره د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اعلاميې څخه سرغړونه ده او د چين حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته يې زيانونه رسولي دي. چين د دغه هېواد له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت ښودلی او له دغه هېواد څخه يې د خپل لوی سفير د ورغوښتلو پرېکړه کړې ده.

چين ليتوانيا ته خبرداری ور کړی چې په نړۍ کې يوازی يو چين شتون لري او د چين ولسي جمهوريت حکومت يې د ګرد چين په استازيتوب کوي. د يو چين پېژندلو اصول د نړيوالو اړيکو د اصولو او د نړيوالې ټولنې د ګډو نظريو په توګه د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو سياسي بنسټ دی.(غاټول)