د افغانستان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګست په لسمه نېټه پر خپلې ټوېټر پاڼې خبر ورکړ چې دغې ډلې د افغانستان په لويديځ کې د فراه ولايت مرکز فراه ښار نيولی دی.
تر اوسه پورې د افغانستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فراه ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر د سين هوا اژانس خبريال ته ويلي، چې حکومتي ځواکونه ملکي وګړو ته د مرګژوبلې د مخنيوي په هدف له فراه ښار څخه وتلي او د همدې ورځې په ماسپښين دغه ښار ته نژدې نظامي اډې ته تللي دي.