شي جين پينګ ( د نړۍ د ځوانو مشرانو ډيالوګ ) بهرنيو استازو ته ځوابي پيغام ولېږه
cri2021-08-11 15:18:08
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پینګ د اګست په ۱۰مه نېټه ( د نړۍ د ځوانو مشرانو ډيالوګ ) بهرنيو استازو ته ځوابي پيغام واستاوه. هغه په دغه پيغام کې د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه د ځوانانو د ليدنو او له دې لارې د چين په اړه د دوی پېژندنې لوړه ستاينه کړې او ورڅخه يې غوښتي چې يو له بل سره د نظر تبادلې پياوړې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره خدمتونه وکړي.

( د نړۍ د ځوانو مشرانو ډيالوګ ) د چين د فکري ارګان لخوا جوړ شوی داسې ميکانيزم دی، چې د چين او بهرنيو ځوانانو تر منځ د نظر تبادلې هڅوي. په دې وروستيو کې، د دې ډيالوګ د ۲۸ هېوادونو ۳۶ ځوانو مشرانو شي جين پينګ ته د يو پيغام ليږلو له لارې د چين د کمونېست ګوند د جوړېډو د ۱۰۰مې کليزې په پار مبارکي ويلې، د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه د ليدنو په اړه يې خپل احساسات پکې بيان کړي او د چين د بهرنيو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ د هڅولو په غرض يې خپلې هيلې پکې څرګندې کړې دي. (شکريه)