په چين کې د ولسواليو او علاقه داريو په کچه د ولسي کانګرس غړو ټاکنې روانې دي
cri2021-08-11 15:31:00
شريکول:

اوس په چين کې د ولسواليو او علاقه داريو په کچه د ولسي کانګرس د غړو ټاکنې روانې دي. دا د تعديل شوي انتخاباتي قانون له پلي کېدو وروسته د ولسي کانګرس لومړۍ ټاکنې دي. د نوي انتخاباتي قانون سره سم، د ولسواليو او علاقه داريو په کچه د ولسي کانګرس نوي غړي به د مستقيمو ټاکنو له لارې وټاکل شي او د غړو شمېر به يې نور هم زيات شي.

په چين کې د ولسواليو او علاقه داريو په کچه ولسي کانګرس د دغه هېواد بنسټيز واکمن ارګان دی، چې غړي يې په مستقيمو ټاکنو کې د رايې ورکوونکو لخوا ټاکل کېږي.

د چين په ټولو ولسواليو او علاقه داريو کې د ولسي کانګرس د غړو ټاکنې په هرو پنځو کلونو کې يو ځل تر سره کيږي. (شکريه)